ads

د کډوالو چارو وزارت: له ایران څخه د افغان کډوالو په راستنېدو کې کموالی راغلی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په نوي میلادي کال کې د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د ورته مودې په پرتله د هغو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی، چې له ایران څخه په زور ایستل کېږي. د دغه وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري د جمعې په ورځ کلید ته وویل، په تېر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 مرغومی 1398
د کډوالو چارو وزارت: له ایران څخه د افغان کډوالو په راستنېدو کې کموالی راغلی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په نوي میلادي کال کې د تېر ۲۰۱۹ میلادي کال د ورته مودې په پرتله د هغو افغان کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی، چې له ایران څخه په زور ایستل کېږي.
د دغه وزارت ویاند سیدعبدالباسط انصاري د جمعې په ورځ کلید ته وویل، په تېر ۲۰۱۹ م کال کې ۲۲۰ زره افغان کډوال په زور له ایران څخه ایستل شوي وو او ۱۸۰ زره په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شوي وو.
نوموړی زیاتوي، سره له دې چې اوس هم افغان کډوال له ایران څخه په زورایستل کېږي، خو بیا هم د هغوی په شمېر کې کموالی راغلی دی.
په داسې حال کې چې د ژمي په روان موسم کې ګڼې کورنۍ بېځایه شوې او یا له بهر څخه راغلي کډوال له ستونزو سره مخ دي، خو د کډوالو چارو وزارت ویاند وایي، په ټول هېواد کې دوه میلیونه کورنۍ بېځایه شوې شته چې دوی یې یوازې له ۴۰ سلنې سره ژمنۍ مرستې کولای شي، چې ۹۵ زره کورنۍ کېږي.
سیدعبدالباسط انصاري وایي، دغه ژمنۍ مرستې د کابل په ګډون په ۲۴ ولایتونو کې له کډوالو سره کوي، چې په ځینو سیمو کې روانې دي او په ځینو ولایتونو کې دغه لړۍ پای ته رسېدلې ده.
بلخوا پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزارت هم د ژمي په موسم کې د طبعي پېښو له کبله له زیانمنېدونکو کورنیو سره د مرستې لپاره چمتوالی ښيي.
د دغه وزارت ویاند احمدتمیم عظیمي کلید ته وویل، دوی په روان ژمي کې له ۱۱۶ زره هغو کورنیو سره چې د ژمي په موسم کې د طبعي پېښو له کبله زیان ویني، د مرستو چمتوالی لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا آی او ام په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې له ایران او پاکستان څخه ۵۰۰ سوه زره افغان کډوال بیرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي، چې لویه برخه یې له ایران څخه په زور را ایستل شوي کډوال جوړوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA