ads

د نایجیریا ۲۵ سرتیري په یو وسله وال برید کې ووژل شول

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د نایجیریا ۲۵ سرتیري د یوې تروریستي ډلې په برید کې ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول. که څه هم تر اوسه د شوي برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې، خو ویل کېږي، چې دغه برید به په داعش […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
20 مرغومی 1398
د نایجیریا ۲۵ سرتیري په یو وسله وال برید کې ووژل شول
نایجیریا

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ د نایجیریا ۲۵ سرتیري د یوې تروریستي ډلې په برید کې ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.
که څه هم تر اوسه د شوي برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې، خو ویل کېږي، چې دغه برید به په داعش او القاعده پورې تړلو ډلو ترسره کړی وي.
د نیجیریا حکومت هم د برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې نښته کې ۶۳ وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، اوسمهال دغه دواړې ترهګرې ډلې غواړي، چې د نیجیریا ځواکونه د مالي له سرحدونو لېرې کړي.
دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې په تېره میاشت کې هم د دغه هېواد په یوه نظامي اډه د وسله والو په برید کې د یاد هېواد ۷۱ سرتیري ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA