د امریکا کانګریس د ایران خلاف د جګړې لپاره د دغه هیواد د جمهور رییس د واک کمولو پرېکړه لیک تصویب کړ.
په ولسي جرګه کې دې پرېکړه لیک ته ۲۲۴ مثبې او ۱۹۴ منفي رایې ور کړل شوې.
بلخوا، ټاکل شوې چې دا پرېکړه لیک د امریکا په مشرانو جرګه کې له ستونزو سره مخ شي، ځکه هلته د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ډېر دي.
د دغه پرېکړه لیک هدف دا دی چې له ایران سره د هر ډول کړکېچ په حالت کې باید ولسي جرګه د پوځي ځواب ور کولو پرېکړه منظوره کړي.
خو تر اوسه ایران او امریکا نورې پوځي هڅې نه دي کړې.
کانګریس په دغه پرېکړه لیک کې د امریکا جمهور رییس ته ویلي، چې د ایران خلاف تر هغه پوځي عمل نشي کولی، څو یې له کانګرېس اجازه نه وي اخیستې.


