ads

په غور کې لسګونه وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د غور امنیتي چارواکي وایي، د دوشنیې په ورځ د هرات ـ غور پر لویه لار د طوفان هریرود عملیاتو په پایله کې ۶۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته سلیم شوي دي. د غور د والي ویاند عبدالحی خطبیي کلید ته وویل، چې تسلیم شوو وسله والو د دې لارې په نامنه کولو کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 مرغومی 1398
په غور کې لسګونه وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته تسلیم شول

د غور امنیتي چارواکي وایي، د دوشنیې په ورځ د هرات ـ غور پر لویه لار د طوفان هریرود عملیاتو په پایله کې ۶۹ وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته سلیم شوي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطبیي کلید ته وویل، چې تسلیم شوو وسله والو د دې لارې په نامنه کولو کې لاس درلود.
ښاغلی خطیبي خوښي څرګندوي چې په دې سره به د یادې لارې امنیت لا ښه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مسولینو د پیل شوو عملیاتو پر مهال د هرات ـ غور د لویې لارې د پاکېدو خبر ورکړی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA