ads

سرچینې: ډېر ژر به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکه لاسلیک شي

طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، د افغانستان سوله د بريا وروستي پلاو ته رسېدلې او ښايي تر لنډو خبرو اترو وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک رسما لاسليک شي. د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر ته رسېدلی او د طالبانو مرکچي پلاوي له لوري يې تود […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 مرغومی 1398
سرچینې: ډېر ژر به د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکه لاسلیک شي
په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ د خبرو دوام

طالبانو ته نېږدې سرچينې وايي، د افغانستان سوله د بريا وروستي پلاو ته رسېدلې او ښايي تر لنډو خبرو اترو وروسته د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه ليک رسما لاسليک شي.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد قطر ته رسېدلی او د طالبانو مرکچي پلاوي له لوري يې تود هرکلی شوی دی.
د طالبانو پخواني غړي سيد اکبر اغا کليد ته وويل، چې طالبان د تاوتريخوالي پر کمېدو د خپلو مشرانو موافقه اخيستې او داځل هېڅ داسې پلمه نه ده پاتې چې د سولې خبرې وځنډېږي.
د طالبانو دغه پخوانی چارواکی وايي، دمګړۍ زلمی خليلزاد له طالبانو سره په دې خبري کوي، چې څنګه او د کومو هېوادونو تر څارنې لاندې د سولې هوکړه ليک لاسليک شي.؟
د قاسم سليماني تر وژنې وروسته په نړېواله کچه داسې اندېښنې راپورته شوې، چې ګواکې يوځل بيا په افغانستان او سيمه کې د نيابتي جګړو لمنه پراخېږي.
په تازه حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي ويلي، چې د امريکا او ايران ترمنځ رامنځته شوي جنجالونه د افغانستان د سولې بهير زيانمنوي.
خو په افغانستان کې سياسي شنونکي دغه پېښه بيا بل ډول تعبيروي او وايي، چې د قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته امريکا هڅه کوي، چې د افغانستان د قضيې پر سوله ييز حل په سيمه کې خپل سياست بريالی ثابت کړي.
سياسي شنونکي نجيب ننګيال له کليد سره په خبروکې باور څرګند کړ، چې اوس د پخوا په پرتله د افغانستان د سولې چانس خورا ډېر شوی دی.
بل پلو، د سولې اوسنۍ خبرې د مشرانو جرګې د سه شنبې د ورځې د غونډې مهمه برخه وې.
د مشرانو جرګې په غونډه کې سناتورانو طالبانو ته د ورور خطاب وکړ او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه، چې د بين الافغاني خبرو اترو لپاره خپلې تابياوې ونيسي.
که څه هم د زلمي خليلزاد او د طالبانو مرکچي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې په رسمي ډول نه دي پيل شوي؛ خو داځل باور دادی، چې د سولې خبرې د بريا تر پولې رسېدلې او ښايې ډېر ژر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA