ads

د خوست صنعتکاران او د فابریکو څښتن د برېښنا غوښتنه کوي

د خوست صنعتکاران او د فابریکو څښتن وايي، په خپلو سوداګریزو ځایونو کې اوس هم له ډيزلي برېښنا کار اخلي. دوی وایي، هیله یې درلوده، چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا په راتګ سره به له جنراتورونو او ډيزلي برېښنا خلاص شي، خو په خبره یې لا تراوسه یې هم ستونزه پخپل ځای پاتې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 مرغومی 1398
د خوست صنعتکاران او د فابریکو څښتن د برېښنا غوښتنه کوي

د خوست صنعتکاران او د فابریکو څښتن وايي، په خپلو سوداګریزو ځایونو کې اوس هم له ډيزلي برېښنا کار اخلي.
دوی وایي، هیله یې درلوده، چې دغه ولایت ته د وارداتي برېښنا په راتګ سره به له جنراتورونو او ډيزلي برېښنا خلاص شي، خو په خبره یې لا تراوسه یې هم ستونزه پخپل ځای پاتې ده.
شجاع الدين د خوست ښار لويديځ لورته د ازادۍ مېنې په ښارګوټي کې د بيسکټو جوړولو توليدي فابريکه لري.
هغه وایي، تمه یې درلوده چې د وارداتي برېښنا په نښلول کېدو سره به دوی له ډيزلي هغې خلاص شي، خو په خبره یې لا تراوسه یاده برېښنا دوی ته نه ده ورکړل شوې.
د نوموړي په خبره، وارداتي برېښنا ته زیات ضرورت د دوی وو، خو په خبره یې لومړۍ د استوګنو هغه کورونو ته ورکړل شوه، چې تر ډيره یې له سولري برېښنا استفاده کوله.
یو بل صنعتکار قدرت الله چې د پلاستیکو او سټيل لوښو جوړولو کوچنۍ فابریکه لري وايي، که چیرې وراداتي برېښنا ورکړل شي، تولید به یې دوه برابره او ټول هېواد ته به ورسېږي.
د شمېرو له مخې دا مهال په دې ولايت کې نږدې ۱۵۰ لويې او وړې توليدي فابريکې فعالیت لري، خو يو شمېر يې بيا موسمي دي.
د صنايعو او معدنونو خونې مسوولين وايي، څو ځله يې د صنعتکارانو دا ستونزه له مسوولو چارواکو سره شريکه کړې، خو په اړه یې تراوسه اقدام نه دی شوی.
ګل زالي جنانزوی چې ددغه بنسټ مشر دی وایي، که اړونده مسوول چارواکي په دې اړه ژر اقدام ونه کړي، ښايي زياتره فابريکې خپل فعاليت په ټپه ودروي.
په ورته مهال د خوست د برېښنا شرکت ریيس انجينر محمداصف نيازی بيا وايي، دوی په هغه صورت کې يوې فابريکې ته برېښنا ورکوي، چې مصرف يې د ۲۵ کيلو واټو څخه کم وي.
د نوموړي په خبره په دغه ولايت کې دوی ټولو خصوصي فابريکو او تجارتي مارکېټونو ته برېښنا ورکوي، خو د ورکړې اصول يې له نورو يو څه بل ډول دي.
د خوست د برېښنا سب سټيشن چې ۳۲ ميګاواټه په اندازه برېښنا لري، ۲۵ زره کورنيو ته د برېښنا د ورکړې ظرفيت لري، خو د خوست د برېښنا شرکت ریيس وايي چې تردې مه يې اووه زرو کورنيو ته برېښنا ورکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA