ads

د ارزګان د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره تړلې دي

ارزګان ۶ ولسوالۍ له لرې، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسي د نا امنيو له کبله د ټولو لارې له مرکز ترينکوټ سره تړلې دي. د ولسواليو اوسيدونکي وايي، د لارې له تړل سره سم په ولسواليو کې د خوراکي او غيري خوراکي توکو بیې لوړې دي او دوی له زياتو خداماتو څخه بي برخي […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 مرغومی 1398
د ارزګان د ټولو ولسوالیو لارې له مرکز ترینکوټ سره تړلې دي

ارزګان ۶ ولسوالۍ له لرې، چې له تېرو څلورو کلونو راهیسي د نا امنيو له کبله د ټولو لارې له مرکز ترينکوټ سره تړلې دي.
د ولسواليو اوسيدونکي وايي، د لارې له تړل سره سم په ولسواليو کې د خوراکي او غيري خوراکي توکو بیې لوړې دي او دوی له زياتو خداماتو څخه بي برخي پاته دي.
دوی له حکومت څخه د يادو لارو د خلاصولو غوښتنه وکړه.
د خلکو دغه خبري مو د ارزګان د ولايت مقام له مسولينو سره شريکي کړي، خو هغو یې په اړه څه ونه ویل.
د ارزګان امنيه قوماندان جنرال محمد خطاب خنجري وايي، د ارزګان ټولو ولسواليو ته غځېدلې لارې وسله والوطالبانو د ترافیکو پرمخ تړلي دي، خو دوی به یې ژر تر ژره د خلاصولو لپاره اقدام وکړي.
د ترينکوټ او ارزګان د ولسواليو ترڅنګ د ارزګان-کندهار ترمنځ لويه لاره هم له تېرو څلورو کلونو راهیسي د ټرافيکو پرمخ تړلې ده.
د يادې لارې د خلاصولو لپاره په وار وار افغان ځواکونو عمليات ترسره کړه، خو کومه پایله يې ورنه کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA