د جنوبي کوریا مشر د یوې خبري ناستې پر مهال د شمالي کوریا حکومت ته وړاندیز وکړ، چې دواړه هېوادونه دې د سولې په اړه ګډه غونډه جوړ کړي.
د دې کوریا د مشر په وینا، دغه هېواد به په کېدونکې ناسته کې د امریکا او شمالي کوریا د خبرو پر بیا پیلېدو او د امکاناتو پر برابرېدو هم خبرې وکړي.
نوموړي له له شمالي کوریا غوښتنه وکړه، چې د خلکو د امنیت ساتنې لپاره له یو بل سره سرحدي همکارۍ پیل کړي.
تر اوسه شمالي کوریا د خپلې سیالې کوریا د غوښتنې په ځواب کې کوم غبرګون نه دی ښودلی.
جنوبي کوریا او امریکا دواړه هڅه کوي، چې د شمالي کوریا د اټومي پرګرام مسله د خبرو له لارې حل شي، خو د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو تر دوه ځلې کتنې وروسته بیا هم د دغه هېواد اټومي مسله پر ځای پاتې ده.


