ads

بریټانیا په عراق کې د خپلو سرتیرو پر پاتې کېدو ټینګار وکړ

د بریټانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د عراق له لومړي وزیر عادل عبدلمهدي سره په ټلیفوني خبرو کې د عراق له حکومت څخه په دغه هېواد کې د خپلو سرتیرو د پاتې کېدو غوښتنه وکړه. برتانیا وروسته له هغه دا غوښتنه کوي چې د عراق پارلمان تېره ورځ له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
17 مرغومی 1398
بریټانیا په عراق کې د خپلو سرتیرو پر پاتې کېدو ټینګار وکړ

د بریټانیا لومړي وزیر بورېس جانسن د عراق له لومړي وزیر عادل عبدلمهدي سره په ټلیفوني خبرو کې د عراق له حکومت څخه په دغه هېواد کې د خپلو سرتیرو د پاتې کېدو غوښتنه وکړه.
برتانیا وروسته له هغه دا غوښتنه کوي چې د عراق پارلمان تېره ورځ له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه.
د عراق پارلمان وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه، چې امریکا تېره جمعه د ایران د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني بغداد ته نېږدې د ډرون الوتکې په برید کې وواژه.
خو د برتیا لومړي وزیر بورېس جانسن د دوشنبې په ورځ له خپل عراقي سیال عادل عبدل هادي سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې بریټانوي ځواکونه اوسمهال په عراق کې د داعش ډلې پر وړاندې مهمه دنده ترسره کوي.
د بریټانیا د حکومت له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه هېواد د عراق ثبات او خپلواکۍ ته ژمن دی او دواړه هېوادونه باید د داعش ډلې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA