ads

په خوست کې په لومړي ځل د نجونو لپاره وړیا ژمني کورسونه جوړ شوي

کلتوري محدودیتونه، بې وخته وادونه او په یو شمیر سیموکې د نجونو لپاره د ښوونځيو نشتون هغه لاملونه دي چې ډیری افغان نجونې یې له زده کړو محرومې کړې دي. په خوست کې سره له دې چې څه باندې سل زره نجونې ښوونځيو ته ځي، خو اوس هم د دغه ولایت په ځينو کلیوالي سیمو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 مرغومی 1398
په خوست کې په لومړي ځل د نجونو لپاره وړیا ژمني کورسونه جوړ شوي

کلتوري محدودیتونه، بې وخته وادونه او په یو شمیر سیموکې د نجونو لپاره د ښوونځيو نشتون هغه لاملونه دي چې ډیری افغان نجونې یې له زده کړو محرومې کړې دي.
په خوست کې سره له دې چې څه باندې سل زره نجونې ښوونځيو ته ځي، خو اوس هم د دغه ولایت په ځينو کلیوالي سیمو کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه پخپل ځای پاتې دي.
سهیله نوري چې په خوست کې د سولې کوترې په نوم ټولنه لري او یاد کورس یې جوړ کړی وایي، نجونې نشي کولی چې د هلکانو په شان په ډاډه زړه کورسونو ته لاړې شي. د دې په خبره لامل یې دادی چې د نجونو لپاره ځانګړو کورسونو پخوا تر دې شتون نه درلود.
د نوري په خبره یاد کورس یې وړیا جوړ کړی او پدې برخه کې یې چا مالي ملاتړ نه دی کړی.
رویا چې د دغه کورس زده کوونکې ده، وایي په خوستۍ ټولنه کې ښځینه زده کوونکې نشي کولی چې له نارینه هغو سره په یوځای زده کړې وکړي. د هغې په خبره دې کورس د نجونو لپاره زمینه برابره کړې چې له ژمنیو رخصتیو اعظیمه ګټه واخلي او د راتلونکي ښوونیز کال لپاره چمتووالي ونیسي.
د کورس یوه بله زده کوونکي شبنم وایي، ارمان یې درلوده، چې انګلیسي کورس ووایي، خو په وینایې داسې وخت ورته نه دی برابر شوی چې انګلیسي زده کړي.
ددې په خبره خوشاله ده، چې په لومړي ځل او په وړیا ډول اوسمهال د انګلیسي او کمپیوټر په برخه کې زده کړې کوي.
په دې کورس کې اوس مهال شاوخوا ۲۰۰ نجونې په زده کړه بوختي دي. د کورس مسولې سهیله نوري په وینا، د نجونو د زده کړې لپاره مبارزه کوي او هدف یې داده چې په راتلونکي کې مېرمنې په ځان بسیا کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA