د هلمند ناوه ولسوالي مرکز لښګرګاه ته ترټولو نېږدې ولسوالۍ ده. له تېرو څلور کلنو راهیسې د یادې ولسوالۍ د سرخدوز سیمه د وسله والو طالبانو په ولکه کې وه، چې تېره ورځ د افغان ځواکونو د یو لړ عملیاتو پرمهال دغه سیمه د وسله والو له شتون پاکه شوه.
د د ې ولسوالۍ ولسوال فضل بارې فیاض کلید ته وویل، د ناوې او ګرمسیر د ولسوالیو لاریې هم له کلنو ورسته ونښلول شوې.
په ورته وخت کې بیا د هلمند د امنیه قوماندانۍ د امیت امر محمد رحیم نورزي او د ګرمسیر ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې، چې په یاده سیمه کې امنیت راغلی او بندې لارې ټولې خلاصې شوې دې.
د دوی په وینا، اوس په دغه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو چارې روانې دي.
بل خوا بیا د یادې سیمې اوسېدونکي له افغان ځواکونو څخه غوښته کوي، چې دا سیمه د تل لپاره په خپل کنټرول کې وساتي.
باید وویل شې، ناوه ولسوالي د هلمند هغه ولسوالي ده، چې یو ځل په بشپړه توګه د وسله والو لاس ته ولوېده او تریوه کال ځنډ ورسته بیرته افغان ځواکونو ونیوله.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ