ads

استراليا په درېيمه ټېسټ سيالۍ کې هم نيوزيلنډ ته ماتې ورکړه

د استراليا کرکټ ملي لوبډلې د درېيو ټيسټ لوبو په وروستۍ لوبه کې هم مېلمه لوبډلې نېوزيلنډ ته په ۲۷۹ منډو ماتې ورکړه. په درېيمه سيالۍ کې لومړۍ توپ وهنه استراليا وکړه. په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۴۵۴ او په دویمه پاڼۍ کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۷ منډې وکړې. نيوزيلنډ په دواړو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 مرغومی 1398
استراليا په درېيمه ټېسټ سيالۍ کې هم نيوزيلنډ ته ماتې ورکړه

د استراليا کرکټ ملي لوبډلې د درېيو ټيسټ لوبو په وروستۍ لوبه کې هم مېلمه لوبډلې نېوزيلنډ ته په ۲۷۹ منډو ماتې ورکړه.
په درېيمه سيالۍ کې لومړۍ توپ وهنه استراليا وکړه.
په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۴۵۴ او په دویمه پاڼۍ کې يې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۷ منډې وکړې.
نيوزيلنډ په دواړو پاڼيو کې د کوربه لوبډلې پر وړاندې کمزورې وه.
په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۲۵۶ او په دویمه پاڼۍ کې يې ۱۳۶ منډې وکړې.
مارنوس ليبوس د لوبې او لوبلړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، چې په لومړۍ پاڼۍ کې يې ۲۱۵ او دویمه کې يې ۵۹ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA