ads

مدني بنسټونه: د قاسم سلیماني پر وژنې خواشیني سیاستوال ملي خاینین دي

په کابل کې يو شمېر مدني بنسټونو هغه افغان سياستوالان پر ملي خيانت تورن کړل، چې د قاسم سليماني پر وژنې يې د خواشينۍ پيغام خپور کړی و. يو شمېر مدني بنسټونو د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د افغان سياستوالو دغه اقدام د تاسف وړ وباله. […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 مرغومی 1398
مدني بنسټونه: د قاسم سلیماني پر وژنې خواشیني سیاستوال ملي خاینین دي

په کابل کې يو شمېر مدني بنسټونو هغه افغان سياستوالان پر ملي خيانت تورن کړل، چې د قاسم سليماني پر وژنې يې د خواشينۍ پيغام خپور کړی و.
يو شمېر مدني بنسټونو د دوشنبې پر ورځ په کابل کې د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د افغان سياستوالو دغه اقدام د تاسف وړ وباله.
مدني بنسټونو دغه افغان سياستوالان ايران ته پر جاسوسۍ تورن کړل او په ډاګه يې وويل، چې دوی ملي خيانت ترسره کړی دی.
د فکر سبز ټولنې مشر عبدالله رسولي په همدې غونډه کې ټينګار وکړ، که په افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو د ښکرورو جاسوسانو لاسونه را لنډ شي؛ نو افغانستان له روانې بدمرغۍ څخه ژغورل کېږي.
په همدې حال کې د افغانستان د سوله ييز بدلون بنسټ د رهبرۍ غړي درويش حديد بيا وايي، چې د افغانستان خلک بايد د منحوسو جاسوسو کړيو پر وړاندې ودرېږي او هغوی ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانانو په استازيتوب خبرې وکړي.
د مدني ټولنې فعالين په دغه غونډه کې ځکه غصه وو، چې ولې دغو افغان سياستوالو د افغان امنيتي ځواکونو پر مړينې دومره خواشيني نه ده ښودلې.
مدني فعالې وږمې نياز کليد ته وويل، کاش د افغان ځواکونو پر وژنې هم په همدې کچه د خواشينۍ پيغامونه ښودل کېدلی.
قاسم سليماني په سيمه کې د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشري کوله او څو ورځې وړاندې په عراق کې د امريکا له لوري ووژل شو.
د قاسم سليماني پر وژنه پر ايراني چارواکو سربېره، په افغانستان کې هم يو شمېر سياستوالو خواخوږي وښوده او هغه ته يې د شهيد او اتل نومونه وکارول.
بلخوا، د افغانستان حکومت په سيمه کې د ايران او امريکا ترمنځ د تازه رامنځته شوي کړکېچ پر وړاندې د بې طرفۍ دريځ خپل کړی او ټېنګار يې کړی، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ګټه نه کارول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA