ads

د عراق پارلمان له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه

د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو تړون منظور کړ. پارلمان دا پرېکړه وروسته له هغه کوي، چې درې ورځې وړاندې بغداد ته نېږدې د امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکې په برید کې د ایران د قدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سلیماني ووژل شول. د پارلمان […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
16 مرغومی 1398
د عراق پارلمان له دغه هېواده د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه وکړه

د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ له دغه هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو تړون منظور کړ.
پارلمان دا پرېکړه وروسته له هغه کوي، چې درې ورځې وړاندې بغداد ته نېږدې د امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکې په برید کې د ایران د قدس ځواکونو مشر جنرال قاسم سلیماني ووژل شول.
د پارلمان لخوا په منل شوي تړون کې له حکومته غوښتنه شوې، چې د عراق خاوره او هوایي حریم دې نور د بهرنیو ځواکونو لخوا نه کارول کېږي.
د عراق لومړي وزیر عادل عبدل مهدي د یکشنبې په ورځ پارلمان ته په خپله وینا کې وویل، چې نور دې په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو شتون پای ته ورسېږي.
دا مهال په عراق کې شاوخوا ۵۰۰۰ زره امریکایي سرتیري مېشت دي، چې ډېری یې پوځي سلاکاران دي.
د عراق پارلمان پر داسې مهال دغه پرېکړه کوي، چې تازه په دغه هېواد کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي.
راپورونه وایي، څو توغندي په عراق کې د امریکا سفارت ته نېږدې لګېدلي دي، خو د مرګ ژوبلې په تړاو یې معلومات نه دي خپاره شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA