ads

په پکتیکا کې د پاک چاپېریال د ګټو په اړه غونډه جوړه شوه

د پکتیکا ولایت د چاپېریال ساتني رییس انجنیرهدایت الله کلید ته وویل، په پلازمېنه کابل کې د ککړې هوا له کبله هېوادوالو ته لوی ګواښ پېښېدونکی دی او د دې څه د مخنیوي لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي. هغه څرګندوي، د پکتیکا چاپېریال که څه هم تر ډېره روغ او هوا يي پاکه ده، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 مرغومی 1398
په پکتیکا کې د پاک چاپېریال د ګټو په اړه غونډه جوړه شوه
پکتیکا

د پکتیکا ولایت د چاپېریال ساتني رییس انجنیرهدایت الله کلید ته وویل، په پلازمېنه کابل کې د ککړې هوا له کبله هېوادوالو ته لوی ګواښ پېښېدونکی دی او د دې څه د مخنیوي لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.
هغه څرګندوي، د پکتیکا چاپېریال که څه هم تر ډېره روغ او هوا يي پاکه ده، خو د راتلونکي لپاره باید دا څه پر خپل حال پاتي شي او د خرابېدو پر لور لاړ نه شي.
انجنیر هدایت الله وايي، د ککړې هوا د مخنیوي او پاک چاپېریال د ساتني په هدف يي دیني علماوو او قومي مشرانو ته د عامه پوهاوي غونډه جوړه کړې ده.
دیني عالم مولوي ضبط الله ملنګ وايي، د اسلام مبارک دین پر پاک چاپېریال او نظافت ډېر ټینګار کړی دی.
هغه وویل، اوبه باید بي ځایه ونه لګول شي، ځمکه پاکه وساتل شي او د داسي څه له کارولو ډډه وشي چې د چاپېریال د ککړتیا او بېلابېلو ناروغیو د پیښیدو لامل ګرځي.
د پکتیکا ولایت د کوچیانو چارو د سمون امر کامران کامران له کلید سره په خبرو کې وویل، د څړ ځایونو او شنو سیمو وچېدل، د ځنګلونو وهل او د اوبو کمښت د چاپېریال د ککړتیا لاملونه دي.
هغه څرګندوي، چې همدې څه د نورو خلکو په پرتله کوچیانو ته لوی زیان رسولی، د هغوی ورځنی ژوند یي له ستونزو سره مخ کړی او یوه لویه برخه څاروي يي له منځه تللي دي.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د پلازمېني کابل هوا د تېرو څو کلونو په پرتله په بي ساري ډول خرابه شوې ده، چې دې څه هېوادوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او د حل لپاره يې ډېری ادارې بې وسه دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA