راپورونه وایي، ګڼو کسانو پرون د قاسم سلیماني د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ او د امریکا پر ضد یې شعارونه ورکړل.
سلیماني د ایران د سپاپاسدران ځواکونو د قدس څانګې مشر و، چې د جمعې په ورځ د امریکایي ځواکونو د ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.
د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي په ګډون لوړو ایراني چارواکو د نوموړي وژل کېدل په کلکو ټکو وغندل او امریکا ته یې ګواښ وکړ، چې په مناسب وخت کې به د نوموړي د وژل کېدو غچ واخلي.
د راپورونو له مخې، د سلیماني جسد به ایران ته تر لېږدولو وروسته د نوموړي په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.


