ads

سعودي عربستان لیبیا ته د ترکي ځواکونو د لېږد مسوده وغندله

د سعودي عربستان د بهرینو چارو له وزارته په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې دغه هېواد لیبیا ته د ترکي ځواکونو د لېږد تصویب شوې مسوده په کلکو ټکو غندي. په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې، چې د ترکیې دغه اقدام د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی او دا د لیبیا […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
15 مرغومی 1398
سعودي عربستان لیبیا ته د ترکي ځواکونو د لېږد مسوده وغندله

د سعودي عربستان د بهرینو چارو له وزارته په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، چې دغه هېواد لیبیا ته د ترکي ځواکونو د لېږد تصویب شوې مسوده په کلکو ټکو غندي.
په خپره شوې بیانیه کې زیاته شوې، چې د ترکیې دغه اقدام د سیمې د امنیت لپاره ګواښ دی او دا د لیبیا په کورنیو چارو کې ښکاره لاسووهنه ده.
بلخوا، د دغه هېواد په ختیځه سیمه کې د جنرال خلیفه حفتر په مشرۍ مخالفو ځواکونو هم د ترکیې پر دې پرېکړې توند غبرګون ښودلی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د ترکیې پارلمان درې ورځې وړاندې په طرابلس کې د لیبیا حکومت د ملاتړ لپاره د پوځيانو استولو طرح تایید کړه.
د دې مسودې له مخې، به د جنرال حفتر پر ضد د جګړه کوونکو لیبیایي سرتیرو لپاره روزونکي او پوځي سلاکاران لیبیا لېږل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA