طالبانو ته نېږدې سرچينې په دې باور دي، چې د افغانستان د سولې بهير وروستي پړاو ته رسېدلی او ډېر ژر به د نړېوالو څارونکو په حضورکې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسليک شي.
بلخوا، د افغانستان د سولې په چاروکې د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له طالبانو سره د اوربند او د تاوتريخوالي د کمولو د برخليک روښانه کولو لپاره قطر ته رسېدلی دی.
د اسلامي امارات پخواني غړي مولوي قلم الدين له کليد سره په ځانګړي مرکه کې وويل، طالبان د افغانستان په لويو ښارونوکې د تاوتريخوالي پر کمېدو سلا شوي دي.
نوموړی باور څرګند کړ، چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې او ښايي ډېر ژر یې پایله معلومه شي.
په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکي جنرال امرالله امان هم کليد ته وويل، نور په افغانستان کې د جګړې د دوام ټولې پلمې ختمې شوي دي.
ده ټينګار وکړ، د افغانستان حکومت او طالبان بايد د سولې تر هوکړې وروسته پخپلوکې ډېر ژر يوه تفاهم ته ورسېږي.
خو بل پلو پر نړيوال سياست باخبرې سرچينې بيا په دې باور دي، چې د امريکا او ايران ترمنځ تازه را منځته شوی کړکېج د افغانستان د سولې بهير ټکنی کولی شي.
د قاسم سليماني وژنه د امريکا او ايران ترمنځ کړکېچ زيات کړی او له همدې کبله په سيمه کې د يوې تازه استخباراتي جګړې ګواښ پېښېدونکی دی.
د سياسي چارو شنونکی سيد ناصر موسوي کليد ته وويل، اوس د نړيوالې ټولنې لومړيتوب په سيمه کې د ايران او امريکا ترمنځ د تشنج په کموالي کې دی.
که څه هم د افغانستان حکومت د امريکا او ايران ترمنځ په رامنځته شوي کړکېچ کې د بې طرفۍ دريځ غوره کړی او خپلو ګاونډيو ته ډاډ ورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه به نورو هېوادونو ته د بريد اجازه نه ورکوي؛ خو داچې د امريکا او ايران شخړه څومره د افغانستان پر سولې اغيز پرېباسي هغه پوښتنه ده، چې په لنډو ورځوکې به ځواب شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


