ads

کرکټ بورډ: د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام لوبو لپاره بشپړه چمتو ده

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لوبو ته د افغان لوبډلې د چمتوالي خبر ورکوي. د کرکټ بورډ چارواکي وایي، د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام لوبو لپاره بشپړ چمتوالی لري. د دغه بورډ ویاند فرید هوتګ کلید […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 مرغومی 1398
کرکټ بورډ: د کرکټ ۱۹ کلنه لوبډله د نړیوال جام لوبو لپاره بشپړه چمتو ده

د افغانستان کرکټ بورډ د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام لوبو ته د افغان لوبډلې د چمتوالي خبر ورکوي.
د کرکټ بورډ چارواکي وایي، د ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۰ میلادي کال د ۱۹ کلنو د کرکټ د نړیوال جام لوبو لپاره بشپړ چمتوالی لري.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتګ کلید ته وویل، افغان لوبډله اوسمهال په سویلي افریقا کې پر تمریناتو بوخته ده او د راتلونکو لوبو لپاره چمتوالی نیسي.
ټاکل شوې چې افغان لوبډله د ۱۹ کلنو نړیوال جام لوبو په ترڅ کې د جنوري میاشتې پر ۱۱ مه د سویلي افریقا پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه تر سره کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA