ads

په کونړ کې داخلي بېځایه شوي د ژمي په موسم کې له سختو ستونزو سره مخ دي

د کونړ په یو شمېر سیمو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د خپل منځي جګړو او هم د افغان ځواکو له لوري پر یادو ډولو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د کونړ له چپې درې او نورو سیمو په سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښود ته اړې او د دې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 مرغومی 1398
په کونړ کې داخلي بېځایه شوي د ژمي په موسم کې له سختو ستونزو سره مخ دي

د کونړ په یو شمېر سیمو کې د داعش او طالب وسله والو ترمنځ د خپل منځي جګړو او هم د افغان ځواکو له لوري پر یادو ډولو د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال د کونړ له چپې درې او نورو سیمو په سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښود ته اړې او د دې ولایت نورو سیمو ته ګډې شوي.
د دغو سیمو یې یوه هم د کونړ د چپې درې سیمه وه، چې د جګړو له امله یې په زر ګونه کورنۍ بې ځایه او اوسمهال د دې ولایت په مرکز کې اسعداباد کې په کرایه کورنو کې شپې او ورځې تېروي.
د جګړو له وېرې دغه بې ځایه شوې کورنۍ اوس د سرپناه د نشت تر څنګ د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخ دي او له حکومت دمرستې غوښتنه کوي.
په ورته وخت کې د کونړ ولایتي چارواکي وایي، هغه کورنۍ چې د جګړو او نورو طبعې پېښو له امله زیانمنې شوې، په وخت یې لاسنوی شوی.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، لاهم هڅه کوي چې دغو بې ځایه شوو او اړمنو کورنیو ته پر حکومتي ادارو سربیره د نړیوالو موسیسو مرستې راجلب کړي.
بل لور ته، په وخت پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت معین مطیع الله ساپي کونړ ته د خپل سفر پر مهال وویل، هغه کورنۍ چې د دغه ولایت د جګړو او طبیعي افتونو له امله زیان لیدلی، پر سرپناه سربېره به ورسره په نورو برخو کې مرستې لا زیاتې کړي.
کونړ کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ادارې د معالوماتو له مخې، په روان لمریز کال کې کونړ کې د جګړو له امله نېږدې پنځه زره کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوي دي او زیاتو سره یې په ګڼو برخو کې مرستې هم شوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA