د بلخ امنیتي چارواکي وایي، نن سهار په مزار شریف ښار کې د ماین چاودنې په پایله کې څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل کلید ته وویل، ماین چاودنه د یاد ښار په لسمه حوزه کې د ملکي کسانو پر موټر شوې ده.
دی وایي، په دې چاودنه کې یو ملکی وګړی وژل شوی او درې نور ژوبل دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.