د ارزګان د ترينکوټ ښاروالۍ چارواکي وايي، په مرکز ترينکوټ کې به په بېلابېلو برخو کې د بیارغونې کارونه پیل کړي.
د ترينکوټ ښاروال انجینیر نعمت الله بختيار په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، په ترينکوټ ښار کې به د خلکو د سرپنا د ستونزو د حل ترڅنګ د وچو مېوو لپاره بازارموندنې مارکېټ،د اوبو د مهارولو لپاره د کوچنيو بندونو جوړېدل،له سېلابونو څخه د کروندګرو د ځمکو د خوندي ساتلو لپاره د استنادي دېوالو رغولو،صنعتي مارکېټ او د ښځو د لاسي توکو لپاره بازارموندنې په برخه کې پلانونه پلي کړي.
د ترينکوټ ښاروال وايي، د نورو کلونو په پرتله يې د عوايدو په راغونډولو کې هم د پام وړ بدلون راوستلی دی.
انجینیر نعمت الله بختيار وايي، په ۱۳۹۷ مالي کال کې يې ۱۲ ميليونه افغانۍ، خو په ۱۳۹۸ کال کې يې ۱۹ ميليونه افغانۍ عوايد راټول کړي دي.
نوموړي له ښاريانو وغوښتل، چې د ښاروالۍ د پروژ د پلي کولو په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي.
د ترينکوټ ښاروالۍ چارواکي وايي، د ۱۳۹۹ کال په پیل کې د ترينکوټ ښار سويلي برخه خيرو کارېز سيمه کې د اصلاحي پلان د تطبيق هڅي هم کوي.