د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ د ایران د سپا پاسدران ځواکونو د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني د وژل کېدو په غبرګون کې پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، چې سلیماني باید له وړاندې وژل شوی وای.
د نوموړي په وینا، سلیماني په زرګونه امریکایان وژلي او یا یې ټپیان کړي دي او په ایران کې هم د میلیونه انسانانو د وژنې مسول دی.
قاسم سلیماني د امریکا د جمهور رییس په امر پرون د عراق پایتخت ته نېږدې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شو.
د ایران د ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي په ګډون لوړو ایراني چارواکو د نوموړي وژل کېدل په کلکو ټکو وغندل او امریکا ته یې ګواښ وکړ، چې په مناسب وخت کې به د نوموړي د وژل کېدو غچ واخلي.


