په بغداد کې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته، د المان پوځ په یو لیک کې ویلي، چې امریکا او متحدانو یې د عراقي سرتیرو روزنه وځنډوله.
په دغه لیک کې ویل شوي، چې په ټول عراق کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو روزنه تر لنډمهالې مودې وځنډول شوه.
اوسمهال د امریکا په مشرۍ ۱۲۰ الماني سرتیري په عراق کې مېشت دي، چې یوازنی دنده یې د عراقي سرتیرو روزنه ده.
تر اوسه د عراق حکومت او امریکا په رسمي ډول په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


