د تخار د والي ویاند جواد هجري کلید ته وویل، چې د دغه ولایت په ینګي قلعه ولسوالۍ کې د یوې مېرمنې څلور ماشومان پیدا شوي دي.
د نوموړي په وینا، اوسمهال دغه ماشومان او مور یې د تالقان ښار په یو روغتون کې بستر دي او ډاکټران یې د روغتیایي حالت بشپړ ډاډ ورکوي.
جواد هجري دا هم وویل چې له دغې مور سره نغدي مرسته هم شوې ده.
د یادولو وړ ده چې پیدا شوي ماشومان دوې نجونې او دوه هلکان دي.