ads

د سالنګ لویه لار د موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ د ساتنې ادارې مسولین وایي، اوسمهال په سالنګ کې واوره درېدلې، خو له تېرو څو ورځو راهیسې په دې سیمه کې یو متر او ۴۰ سانتې واوره شوې ده. د سالنګ اجرایي مدیر سمیع الله ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اوس له ټېلر پرته نور ټول موټر پر […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 مرغومی 1398
د سالنګ لویه لار د موټرو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ د ساتنې ادارې مسولین وایي، اوسمهال په سالنګ کې واوره درېدلې، خو له تېرو څو ورځو راهیسې په دې سیمه کې یو متر او ۴۰ سانتې واوره شوې ده.
د سالنګ اجرایي مدیر سمیع الله ولي زاده له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې اوس له ټېلر پرته نور ټول موټر پر دغه لاره تګ راتګ کولی شي.
د چهار شنبې په ورځ دغه لاره د سختو واورو ورېدو له کبله د هر ډول موټرو پر مخ وتړل شوه.
د سالنګ لویه لاره په شمالي او جنوبي سالنګ وېشل شوې لاره ده.
د ژمي په موسم کې دا لار د سختو واورو له کبله د موټرو د تګ راتګ پر مخ تړل کېږي او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي، چې ډېری وخت پر دغه لاره د سړې هوا له کبله مرګ ژوبله هم رامنځته کېږي..

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA