ads

د خوږیاڼو قومي مشران: تر دې وروسته هېڅوک وسله والو مخالفینو ته ځای نه شي ورکولی

د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشران وایي، پریکړه یې کړې چې له دې وروسته به په دې ولسوالۍ کې هېڅوک د دولت وسله والو مخالفینو ته په کور کې ځای نه ورکوي. د قومي مشرانو د همغږۍ او یوالي شورا وایي، د پرېکړې له مخې یې که هرڅوک په خپل کور کې د دولت وسله والو […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
13 مرغومی 1398
د خوږیاڼو قومي مشران: تر دې وروسته هېڅوک وسله والو مخالفینو ته ځای نه شي ورکولی

د خوږیاڼو ولسوالۍ قومي مشران وایي، پریکړه یې کړې چې له دې وروسته به په دې ولسوالۍ کې هېڅوک د دولت وسله والو مخالفینو ته په کور کې ځای نه ورکوي.
د قومي مشرانو د همغږۍ او یوالي شورا وایي، د پرېکړې له مخې یې که هرڅوک په خپل کور کې د دولت وسله والو مخالفینو ته ځای ورکړي کور به یې وسوزول شي.
دوی همداراز زیاتوي، له دې وروسته هېڅوک نشي کولای چې په دې ولسوالۍ خپلې لوڼې په بدو کې ورکړي او هغه کسان به هم جریمه او حکومت ته وسپاري، چې له انسان تښتوونکو سره لاس ولري.
قومي مشران وایي، د دې پرېکړې هدف یې په سیمه کې د امنیت ټينګښت او د افغان حکومت ملاتړ دی.
د خوږیاڼو قومي مشران د دې ولسوالۍ په ناامنه سیمو کې د عملیات د ترسره کېدو غوښتنه وکړه او هم یې له ولایتي چارواکو وغوښتل چې په خوږیاڼو کې د امنیت د ټينګښت په هدف سیمه ییزه اردو او پاڅون کوونکي ځای پر ځای کړي.
بل لور ته ولایتي چارواکي په ولسوالیو کې د امنیت د ټینګښت په هدف د داشان قومي پرېکړو هرکلی کوي.
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایي، هڅه کوي چې په یاده ولسوالۍ کې شته ستونزو ته په خپل وخت رسېدنه وکړي.
خو د خوږیاڼو ولسوال د ولس پر پرېکړو باور نه لري. د خوږیاڼو ولسوال شمس الحق ساپی وایي، له دې وړاندې هم دغه ډول قومي پرېکړې شوې، خو پایله یې نه ده ورکړې.
خوږیاڼي د ننګرهار هغه ولسوالي ده، چې له ډېرې مودې راهیسې پکې د دولت وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې کېدې، چې د دغو جګړو پر مهال ملکي وګړي هم زیانمن شول له خپلو سیمو بې ځایه شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA