په داسې حال کې چې د کابل ـ شمال پر لویه لار د وسله والو طالبانو د فعالیتونو په اړه اندېښنې ډېرې شوې، د کورنیو چارو وزارت د کابل په قرباغ ولسوالۍ کې د دې لویې لارې د امنیت ټینګېدو لپاره د تازه پیل شوو هڅو خبر ورکوي.
د دغه وزارت مرستیالې ویاندې مروې امیني له کلید سره په خبرو کې وویل، چې ملي امنیت او د کابل ۱۱۱ فرقې د قرباغ ولسوالۍ د امنیت لپاره نوی پلان برابر کړی دی.
د نوموړې په خبره، ډېر ژر به پر دې لاره ټولې امنیتي ستونزې له منځه ولاړې شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د وروستۍ یوې میاشتې په جریان کې پر دې لاره د امنیتي کسانو په ګډون ډېری کسان ترور شوي او پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستې ده.