د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د عمري په نوم د عصري زده کړو لپاره بې سرپرستو ماشومانو ته یو ښوونځی جوړ شوی دی.
د حاجي محمد عیسي عمري لخوا په دغه جوړ شوي ښوونځي کي د زده کوونکو شمېر ۱۰۰۰ تنو ته رسېږي.
زده کوونکي اکثره هلکان دي، خو اوس يي یو بل ښوونځی یوازي نجونو ته، چي د دوی په خبره ټولي چاري يي د ښځو لخوا اداره کېږي، هم پيل کړی دی.
د دغه ښوونځي زده کوونکي په دي پوهېږي چي ښوونځی ښه ځای دی او د دوی ټولو غوښتنو ته پر وخت رسرسېدنه کېږي.
سره له دې چې په هلمند کې تر ۲ لکه ډېر ماشومان په مرکز او ولسوالیو کې ښوونځیو ته ځي، خو د عمري د عصري زده کړو په دغه ښوونځي کي د شاملو زده کوونکو کورنۍ خوشاله دي.
دوی وايي، د دولتي ښوونځي په نسبت يې دلته د ماشومانو په ذکاوت کي دپام وړ بدلون راغلی دی.
په ورته وخت کې بیا د دې دښوونځي مدیر کلید ته وویل، حتی قلم او کتابچې هم زده کوونکو ته وړیا ورکول کېږې.
مدیر يي وايي، د دوی د ښوونځي زده کوونکي د دولتي مکتبونو پرخلاف د ټولو مضمونو کتابونه لري، چې دا کتابونه یې په بازار کي اخیستي دي.
بل خوا بیا د هلمند د پوهني ریاست، چي وخت ناوخت د هلمند له خصوصي ښوونځیو څخه نظارت کوي، وايي د ډېرو خوصوصي ښونځیو کیفیت ښه دی او د زده کوونکو کورنۍ ترې خوښې دي.
دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس په هلمند کې د پوهني ریاست د معلوماتو له مخې، تر ۶ لکه ډېر ماشومان د ناامنیو او بېلابېلو ستونزو له کبله له زده کړو بې برخې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


