ads

په هرات کې د امنیتي ځواکونو پر موټر وسله وال برید وشو

د هرات سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د وسله وال برید خبر ورکوي. د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، نن سهار د زنده جان ولسوالۍ په ریګي سیمه کې وسله والو کسانو د امنیتي ځواکونو پر موټر برید وکړ، چې په پایله […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
10 مرغومی 1398
په هرات کې د امنیتي ځواکونو پر موټر وسله وال برید وشو

د هرات سیمه ییز چارواکي د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر موټر د وسله وال برید خبر ورکوي.
د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، نن سهار د زنده جان ولسوالۍ په ریګي سیمه کې وسله والو کسانو د امنیتي ځواکونو پر موټر برید وکړ، چې په پایله کې یې یو سرتیری ژوبل شو.
تر دې وړاندې، داسې راپورونه خپاره شول، چې یاد برید د هرات د ملي امنیت د مدیر پر موټر شوی، خو فرهاد دا خبره رده کړه.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه برید پړه نه ده منلې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA