له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د جوزجان ولایت د درزاب ولسوالۍ په تپه انتن سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو د یوې اډې موقعیت بدل شو.
د خبرپاڼې له مخې، د دې اډې موقعیت د سړې هوا له کبله او د امنیت د ښه ټینګښت په هدف بدل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونه به تر دې وروسته له نوې اډې څخه د وسله والو مخالیفینو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
تر دې وړاندې سیمه ییزو خلکو راپور ورکړی و، چې افغان ځواکونو شاتګ کړی او سیمه یې وسله والو طالبانو ته پرېیښې ده.