د کانګو ډیموکراټیک جمهور ریت سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه هېواد په لودیځ کې د ناپېژنده وسله والو په برید کې ۱۸ کسان ووژل شول.
د دغې سیمې د پولیسو قومندان هم په رامنځته شوې پېښه کې د ۱۸ کسانو وژل کېدل منلي او زیاتوي چې ټول وژل شوي کسان ملکي وګړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې له کلونو راهیسې د یاد هېواد د حکومتي ځواکونو او وسله والو ملېشو تر منځ وخت نا وخته نښتې رامنځته کېږي، چې تر دا مهاله ۲۰۰ کسان پکې وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان شوي دي.


