راپورونه وایي، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په سیمه کې پر وروستیو بدلونون او د امنیت پر ټینګېدو ټلیفوني خبر وکړې.
تر اوسه د دې ټلیفوني اړیکې نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.
پامپیو او سلمان پر داسې مهال ټلیفوني خبرې کوي، چې د یکشنبې په شپه امریکایي ځواکونو په عراق کې پر حزب الله پورې تړلو وسله والو پر اډو هوایي بریدونه وکړل.
په ترسره شوو هوایي بریدونو کې د دې ډلې ۲۵ غړي ووژل شول او ۵۱ نور ژوبل شول.
بلخوا، په عراق کې مېشتې حشد الشعبي ډلې، چې په حزب الله پورې تړلې ډله بلل کېږي، د دې پېښې په غبرګون کې پر امریکا د سختو بریدونو خبرداری ورکړ.


