ads

په ارزګان کې ارزګان د تاريخ په پاڼه کې فرهنګي اونۍ پیل شوه

ارزګان د تاريخ په پاڼه کې په نوم پیل شوې اونۍ تېره ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين محمد رسول باوري او يو شمېرونو لوړ پوړو چارواکو پیل کړه. دغې غونډې ته له کابله هم ځینې کسان ورغلي وو. په لومړی ورځ د ارزګان په اړه ګډونوالو ته علمي سمينار ولوستل […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 مرغومی 1398
په ارزګان کې ارزګان د تاريخ په پاڼه کې فرهنګي اونۍ پیل شوه

ارزګان د تاريخ په پاڼه کې په نوم پیل شوې اونۍ تېره ورځ د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين محمد رسول باوري او يو شمېرونو لوړ پوړو چارواکو پیل کړه.
دغې غونډې ته له کابله هم ځینې کسان ورغلي وو.
په لومړی ورځ د ارزګان په اړه ګډونوالو ته علمي سمينار ولوستل شو، چې پکي د ارزګان د پيژندني لپاره بېلابېل موضوعات راغونډ شوي وو.
په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين محمد رسول باوري په خپلو خبرو کې اندېښنه وښودله، چې د روانې جګړي له امله پخواني فرهنګ ته زيان اوښتی دی.
هغه وايي، د دا ډول پرګرامونو هدف یې تر خاورو لاندې څېرو پېژندنه ده.
د یاد سیمنار په پاي کې یو۲۳ ماده یز لنډ پرکړلیک هم ولوستل، چې پکې له دولت او خلکو څخه غوشتنه د فرهنګ په برخه کې د لا ډېر کار غوښتنه وشوه.
د ورځې په ورستيو کې د ارزګان د سندرغاړو له لوري سندري هم ګډونوالو ته وویل شوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چارواکو او يو شمير نورو علمي څيرو له لوري ورستي پريکړه دا و، چې تر دې وروسته به د ارزګان په روزګان ياده وي او په ټولو رسمي ادارو کې به د ارزګان نوم وکارول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA