ads

په پکتیکا کې پولیسو د چاودېدونکو توکو زېرمه کشف او تر لاسه کړه

د پکتیکا امنیه قومندان او مرستیال والي دا څرګندونې نن د دوشنبي په ورځ په امنیه قومندانۍ کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وکړې. د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي وویل، پولیسو تېره شپه د ګومل ولسوالۍ اړوند د ملایانو په کلي کې عملیات ترسره کړل، چې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه يې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 مرغومی 1398
په پکتیکا کې پولیسو د چاودېدونکو توکو زېرمه کشف او تر لاسه کړه

د پکتیکا امنیه قومندان او مرستیال والي دا څرګندونې نن د دوشنبي په ورځ په امنیه قومندانۍ کې د یوې خبرې ناستې پر مهال وکړې.
د پکتیکا امنیه قومندان سمونوال نثاراحمد عبدالرحیمزي وویل، پولیسو تېره شپه د ګومل ولسوالۍ اړوند د ملایانو په کلي کې عملیات ترسره کړل، چې د چاودېدونکو توکو یوه زېرمه يې کشف کړه.
هغه څرګندوي، چې ځینو چاودېدونکو توکو ته يي په سیمه کې چاودنه ورکړې او یو شمېر نور يې پولیسو له ځان سره راوړي دي.
د پکتیکا امنیه قومندان همداشان وویل، چې په دې وروستیو کې د ګډو ځواکونو له لوري د دغه ولایت په بیېابېلو سیمو کې عملیات ډېر شوي دي.
هغه وايي، په یادو عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلوال وژل شوي، د هغوی پټنځایونه له منځه وړل شوي او وسلې او مهمات يي د پولیسو لاسته ورغلي دي .
د پکتیکا مرستیال والي انجنېر شېرپادشاه ارګوني وویل، ګډو ځواکونو وخت پر وخت عملیات ترسره کړي او ډېری سیمي يي له وسلوالو طالبانو پاکي کړې دي.
هغه څرګندوي، چې د ژمي موسم په راتلو سره به د سرتیرو عملیات لا هم په ډېریدو وي، تر څو خلکو او دولت ته کوم ګواښ پیښ نه شي.
یاده دې وي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په پرلپسې ډول د پکتیکا امنیتي مسولینو له لوري په یاد ولایت کې د نشه يي توکو د نیولو او سوزولو، د طالبانو د مرګ ژوبلي او وسلو او مهماتو د نیولو خبرونه ورکول کېږې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA