په داسې حال کې چې د افغان سولې په اړه يوځل بيا خبرې اترې ګرمې شوي دي، د سولې په چاروکې د دولت وزارت هم په رسمي بڼه د ولسي جرګې لخوا تصويب شو.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې د اجنډا له مخې د دغې جرګې غړو د سولې په چاروکې د دولت وزارت د تصويب لپاره رايې اچونې وکړې او په اکثريتو رايو رسما تصويب شو.
د ولسي جرګې غړي په دغه غونډه کې باور څرګند کړ، چې د سولې بهير يو حساس پړاو ته رسېدلی او ښايي ډېر ژر د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسليک شي.
په ولسي جرګه کې د سولې په چاروکې د دولت وزارت د ضرورت د ارزونې ځانګړې کمېټې وويل، چې د ياد وزارت تصويب کېدل د بين الافغاني خبرو لپاره د تابياوو د نېول کېدلو په مانا دي.
د ولسي جرګې په یاده غونډه کې د سولې په چاروکې د دولت وزارت له تصويب کېدو سره مخالفو او موافقو ډلو خپلې اندېښنې شريکې کړې.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت د تصويب کېدو د مخالفو ډلو يوه ژوره اندېښنه دا وه، چې د سولې په چاروکې د دولت وزارت ترڅنګ د سولې عالي شورا بايد لغوه شي.
د يادې جرګې غړې فاطمې کوهستاني اندېښنه څرګنده کړه، چې د سولې عالي شورا سره په خوا کې د سولې په چاروکې د دولت وزارت تصويب کېدل هېڅ منطق نه شي لرلی.
موږ هڅه وکړه، چې د سولې عالي شورا د برخليک په تړاو د افغانستان حکومت نظر هم وپوښتو، خو د افغانستان د حکومت مرستيال وياند دوا خان مينه پال کليد ته وويل، چې په اړه يې بايد د سولې په چاروکې د دولت وزارت څخه وپوښتل شي.
د سولې په چاروکې د دولت وزارت په داسې حال کې د ولسي جرګې لخوا رسما تصويب کېږي، چې رپوټونه وايې د طالبانو مشرتابه له لنډمهاله اوربند سره سلا شوي دي او ډېر ژر به د امريکا او طالبانو ترمنځ د افغان سولې توافق لاسليک شي.
بلخوا، طالبانو د لنډمهاله اوربند په تړاو د دې ډلې سلا کېدل رد کړي، خو ویلې یې دي چې دغه ډله اوسمهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو له خپلو مشرانو سره سلا مشورې کوي.


