راپورنه وایي، امریکا پرون ماښام اووه بجې او ۴۵ دقیقې د عراق په انبار ولایت کې د حشد شعبي پر ځواکونو هوایي بریدونه ترسره کړل.
د سرچینې په خبره، په ترسره شوو هوایي بریدونو کې د دې ډلې ۲۵ غړي ووژل شول او ۵۱ نور ژوبل شول.
د عراق دفاع وزارت هم د حشد الشعبي پر ځواکونو د امریکا هوایي بریدونه منلي دي.
بلخوا، په عراق کې مېشتې حشد الشعبي ډلې پر امریکا د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.
د دې ډلې مرستیال د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.


