ads

امریکا د الشباب ډلې پر پټنځایونو هوایي بریدونه وکړل

په افریقا کې د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې هوایي ځواکونو یې په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې پټنځایونه په نښه کړل. د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې د دې ډلې څلور غړي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول. په خپره شوې اعلامیه کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
9 مرغومی 1398
امریکا د الشباب ډلې پر پټنځایونو هوایي بریدونه وکړل

په افریقا کې د امریکا مرکزي قومندانۍ په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې هوایي ځواکونو یې په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې پټنځایونه په نښه کړل.
د اعلامیې له مخې، په دغو بریدونو کې د دې ډلې څلور غړي ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې پر دغې ترهګرې ډلې به د امریکا بریدونه دوام ولري.
امریکا پر داسې مهال په سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې پر پټنځایونو بریدونه کوي، چې د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پایتخت موګادیشو کې د یادې تروریستي ډلې په بریدونو کې ۷۹ کسان ووژل شول او په لسګونه نور ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA