ads

په تخار کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي ووژل شول

د تخار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۲۱ ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ وژبله واوښته. د تخار د والي ویاند جواد هجري کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د یو مشهور سیمه ییز قومندان ملک تاتار پر پوځي اډې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 مرغومی 1398
په تخار کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي ووژل شول

د تخار امنیتي چارواکي وایي، د دې ولایت په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۲۱ ولسي پاڅون کوونکو ته مرګ وژبله واوښته.
د تخار د والي ویاند جواد هجري کلید ته وویل، تېره شپه وسله والو طالبانو د یو مشهور سیمه ییز قومندان ملک تاتار پر پوځي اډې برید وکړ، چې د وسله والو مخالیفینو په ځپلو کې لوی لاس لري.
د ده په خبره، په شوي برید کې ۱۷ ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
د والي ویاند زیاتوي، چې په دغه برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو شمېر یې معلوم نه دی.
په ورته وخت کې وسله وال طالبان بیا په رامنځته شوې نښته کې د ۲۱ ولسي پاڅون کوونکو د وژلو ادعا کړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA