د امریکا امنیتي ادارې وایي، د دغه هېواد په تکزاس ایالت کې وسله والو برید کوونکو پر نهو کسانو ډزې وکړې، چې دوه کسان پکې ووژل شول او اووه نور ژوبل شول.
د سرچینې په خبره، د پېښې ټول ټپیان روغتون ته وړل شوي دي، چې د یوه روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دغو وسله والو برید کوونکو د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویل شوي.
د امریکا په ګډون په ګڼو نورو هېوادونو کې د وسلو ازادي د داسې پېښو رامنځته کېدو لامل بلل شوې، چې امنیتي ځواکونه یې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې هم په تکزاس کې په یو پلورنځي کې د یو وسله وال برید په ترڅ کې ۲۰ کسان ووژل شول او ۲۴ نور تپیان شول.


