سياسي شنونکي وايي، لنډمهاله اوربند کولی شي د افغانستان د سولې برخليک وټاکي؛ خو د افغانستان حکومت بيا وايي، لومړی شرط يې اوږدمهاله اوربند او په بېساري کچه د تاوتريخوالي کمېدل دي.
سياسي شنونکي په دې باور دي، چې لنډمهاله اوربند کولی شي د افغان سولې برخليک وټاکي او د افغانستان د قضيې پر سوله ييزه حل لاره د ښکېلو اړخونو هيله مندي زياته کړي.
سياسي شنونکي داکټر فيض ځلاند له کليد سره په خبروکې باور څرګند کړ، چې دغه اوربند د افغانستان د سولې برخليک ټاکلی شي.
نوموړي پر حکومت هم نېوکې وکړې، چې ګواکې د افغانستان د سولې په برخه کې ډېر ټکني ګامونه اخلي او تر اوسه يې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره مرکچي پلاوی نه دی ټاکلی.
په همدې حال کې د طالبانو پخواني غړي سيد اکبر اغا هم کليد ته وويل، د افغانستان حکومت او طالبان د جګړې دوې اساسي برخې دي او بايد له يو بل سره خبرو ته حاضر شي.
بل پلو دافغان حکومت مرستيال وياند دوا خان مينه پال بيا وايي، د بين الافغاني مذاکراتو لپاره د مرکچيانو نوملړ له ټولو اړخونو سره تر اوږدې سلا مشورې وروسته جوړ شوی دی او د بين الافغاني خبرو په درشل کې به يې نومونه په ډاګه شي.
مينه پال د طالبانو او امريکا ترمنځ د لنډمهالي اوربند د توافق په اړه څه ونه ويل؛ خو ټېنګار يې وکړ چې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره لومړی او اساسي شرط يې اوږدمهاله اوربند دی.
په افغانستان کې سولې ته هومره چې افغانان لېواله دي، په هماغه کچه د سولې د ټينګښت پر څرنګوالي هم اندېښنې لري.
په ولسي جرګې کې د کابل د خلکو استازې زهرا نوروزي کليد ته وويل، خلک تر دې کچې د سولې تږې دي، چې ان يو ساعته اوربند هم ورته ځانګړی ارزښت لري؛ خو د نوموړې په وينا، د سولې مانا دا نه ده چې يوه بله توره دوره دې واکمنه شي.
د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې مذاکرات له يوه اوږده ځنډ وروسته شاوخوا پنځلس ورځې مخکې پيل شول.
د افغان سولې په چاروکې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد وويل، دغه خبرې د سلا مشورو په هدف تر لسو ورځو ځنډول شوې دي؛ خو اوس ښايي دغه مذاکرات د طالبانو له خوا د لنډمهالي اوربند تر رسمي اعلان وروسته بېرته پيل شي.


