په هرات کې د ناپېژنده وسله والو له لوري د ملګرو ملتونو د دفتر دوه امنیتي کارکوونکي ووژل شول.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحدولي زاده کلید ته وویل، دغه کسان تېره شپه یو دوکان ته د ځینو توکو د اخیستلو لپاره تللي وو، چې د ناپېژنده وسله والو په برید کې ووژل شول.
دی زیاتوي، چې د پېښې لامل معلوم نه دی او په اړه یې د پولیسو څېړنې روانې دي.
د هرات اوسېدونکي د دغه ولایت پر وروستي امنیتي حالت اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې امنیتي ځواکونه په بې پامۍ تورنوي.