خوست ولایت ته د سولې ولسي حرکت د راغلي یوې ډلې مشر حکمت الله صالحي وایي، پوره څلوېښت کاله په دې خاوره جګړه روانه ده او هره ورځ افغانان په یوه اوبل نوم وژل کېږي.
د صالحي په خبره افغانان له بهرنیانو سوله نه غواړي، په وینا یې یوازې افغانان کولی شي، چې خپل منځي خبرې اترې وکړي، چې دا چاره اوربند او سولې ته لاره پیدا کوي.
د نوموړي په خبره، افغانان له جګړې ستړي شوي، نور د کونډو او یتیمانو د زغملو وس نه لري.
د دغه حرکت یو بل غړی سیف الله روڼ وایي، د دوی په حرکت کې د هېواد له ګوټ، ګوټ څخه ځوانان او سپین ږیري ورسره دي او هدف یې دادی، څو د ولسي خلکو پرمټ پر افغان حکومت او وسله والو فشار راوړي، چې خپل منځي خبرو اترو ته کیني.
د سولې ولسي حرکت غړي داسې مهال یو ځل بیا له خوست ته د سولې غږ پورته کوي، چې له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې په همدې شپو او ورځو کې شوروي لښکرو پر افغان خاوره یرغل وکړ او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه.
د حفیظ رسول په نوم د خوست یو تن اوسېدونکی وایي، له همغې ورځې افغانانو ښه ورځ نه ده لیدلي، بهرنۍ لاسوهنې، کورنۍ جګړې پر افغانانو خپله خاوره اور ګرځولې او تر نن ورځې د دې خونړۍ جګړې لمن ورټوله نه شوه.
د نوموړي په خبره، افغانان د سولې تږي دي او غواړي چې په سوله کې د ژوند خوند وڅکي.
د سولې ولسي حرکت غړو داسې مهال یوځل بیا ولایتونوته د سولې پیغام سره سفرونه پیل کړی، چې د قطر په دوحه کې اوس هم د طالب او امریکا استازو ترمنځ د سولې خبرې دوام لري او تمه کیږي، چې د دواړو اړخونو له لوري به د سولې هغه هوکړه لاسلیک شي، چې افغانان ورته له ډیرې مودې انظار کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


