د سوریې د حکومتي ځواکونو له لوري په ادلیب سیمه کې د تازه پیل شوو عملیاتو له کبله ۲۳۵ زره ملکي وګړي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، دغه کسان د ۲۰ ورځو په دوام کې له خپلو اصلي مېنو بېځایه شوي دي.
یاده سیمه له ډېرې مودې راهیسې د بشار اسد د وسله والو مخالیفنو په کنټرول کې ده.
له دې سیمې داسې کسان هم بېځایه شوي، چې د سوریې په اوږده کورنۍ جګړه کې ډېر زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د سوریې په اته کلنه کورنۍ جګړه کې په زرګونه کسان ووژل شول او په میلیونه نور د خپلو ځایونو پرېښودو ته اړ شول.


