د لوګر د محمد اغې ولسوال محمد اقا د فساد پر ضد محکمې له لوري د میلیونه افغانیو بډو اخیستلو په تور په لس نیم کاله بند محکوم شو.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي رسنیو ته ویلي، چې محمد اقا ۱۸ میلیونه افغانۍ بډې اخیستې او د دې محکمې له لوري په ټاکل شوي بند محکوم شوی دی.
د نوموړي په خبره، دغه ولسوال به د بند د تېرولو تر څنګ هغه پیسې بیرته ورکوي، چې د بډو په توګه یې اخیستې دي.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغان حکومت په دې وروستیو کې د فساد پر ضد د جدي مبارزې د نه کولو تورونه زیات شوي دي، خو د سیګار لخوا بیا ویل شوي چې د اشرف غني حکومت په دې برخه کې زیاتې هڅې کړې دي اما بریالی شوی نه دی.