له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني نن سهار د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د یو شمېر ټولګټو پروژو د پرانیستلو لپاره د بدخشان مرکز فیض اباد ته سفر وکړ.
ټاکل شوې چې جمهور رییس غني په دغه سفر کې د یاد ولایت له ولایتي مسولینو، مشرانو، علماوو، ځوانانو او مېرمنو سره د لیدنې تر څنګ په دغه ولایت کې ځینې ټولګټې پروژې هم پرانیزي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني تر دې وړاندې دغه ولایت ته پخپل سفر کې د بدخشان له اوسېدونکو سره د ټولګټو پروژو د پرانیستې ژمنې کړې وي.