ads

په ارزګان کې يو معيوب کس د ۱۶ يتيمو ماشومانو پالنه کوي

په يوه پښه معيوب جمال او ورسره مېرمن يې د ۱۶ يتمو ماشومانو روزنه او پالنه پر غاړه لري. جمال وايي، په يوه پښه معيوب هم دي، خو له سهار ترماښامه په ښار کې ګرځي او د ورپاتې ۱۶ يتمو ماشومانو لپاره يو ګوله ډوډۍ پیدا کوي. د جمال په خبره ډېرې داسي ورځې ورباندې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 مرغومی 1398
په ارزګان کې يو معيوب کس د ۱۶ يتيمو ماشومانو پالنه کوي

په يوه پښه معيوب جمال او ورسره مېرمن يې د ۱۶ يتمو ماشومانو روزنه او پالنه پر غاړه لري.
جمال وايي، په يوه پښه معيوب هم دي، خو له سهار ترماښامه په ښار کې ګرځي او د ورپاتې ۱۶ يتمو ماشومانو لپاره يو ګوله ډوډۍ پیدا کوي.
د جمال په خبره ډېرې داسي ورځې ورباندې راغلې دي، چې يتم لمسيان او مېرمن يې وږي ويده شوي دي.
د جمال سپین سرې مېرمن هم د خپلو يتمو ۱۶ لمسيانو راتلونکي برخليک ته اندېښمنه ده.
هغه وايي، يوه زوی، چې دوې مېرمني يې درلودې، تير کال وژل شوی او ورته د زوی ۱۶ تنه يتمان ورپاتې دي.
دغه سپين سرې ښځه وايي، هېچا يې هم لاسنيوي نه دی کړی او په سخته بد وضيعت کې ژوند کوي.
په ارزګان کې د دغې کورنۍ په څېر ډېري کورنۍ په بد وضيعت کې ژوند کوي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA