سياسي ګوندونه او ټاکنيز ټيمونه په افغانستان کې د سولې او ټاکنو پر برخليک اندېښمن دي او له نړېوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې پر دغو دواړو مهمو موضوعاتو سترګې پټې نه کړي.
دوی وايي، افغان حکومت هڅه کوي، چې د سولې او ټاکنو دواړو مهمو موضوعاتو پر برخليک د خپلو ګټو په رڼاکې پرېکړې وکړي.
دغه څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په هغه غونډه کې وشوې، چې د افغانستان د سولې عالي شورا او د وحدت اسلامي ګونډ مشر کريم خليلي يې کوربه توب کاوه.
د ملي يوالي حکومت اجراييه رييس او د ثبات او همپالنې ټاکنيز ټيم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په دغه غونډه کې وويل، په ټول ځواک سره د خپلو خلکو د رايو پالنه او ساتنه کوي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې هېڅکله به له خپل دريځ څخه په شا نه شي.
په همدې حال کې د اسلامي عدالت ټاکنيز ټيم مشر ګلبدين حکمتيار په دغه غونډه کې يوځل بيا پر خپل دريځ ټينګار وکړ او ویې ویل، چې د امريکايي ځواکونو له شتون سره هېڅکله په افغانستان کې سوله او بې پرې ټاکنې نه شي ترسره کېدلی.
بل پلو د وحدت اسلامي ګونډ مشر او د سولې عالي شورا رييس محمد کريم خليلي په دغه غونډه کې پر افغان سولې ټيڼګار وکړ او ویې ويل، چې بين الافغاني مذاکرات بايد د طالبانو او سياسي ګوندونو ترمنځ پيل شي.
نوموړي زیاته کړه، د افغان سولې پر وړاندې ځينې کړۍ مزاحمتونه کوي؛ خو په وينايې دغه مسايل به وروسته په ډاګه کړي.
د سياسي ګوندونو او ټاکنيزو ټېمونو مشران په افغانستان کې د سولې او ټاکنو پر برخليک په داسې حال کې اندېښنه کوي، چې لاهم د ټاکنو شکايتونو کمېسيون د شکايتونو په څېړلو بوخت دی او د سولې خبرې هم په رسمي بڼه پيل شوې نه ده.


