ads

ترکیې ۳۰ زره پولیس د ګولن له حزب سره د اړیکو په تور د پوځ له لیکو ایستلي

د ترکیې د پارلمان رییس مصطفی شنتاب اعلان وکړ، چې هېواد یې د فتح الله ګولن له خوځښت سره د مبارزې د کمپاین په ترڅ کې د پوځ له لیکو ۳۰ زره سرتیري ایستلي دي. د نوموړي په وینا، د همدې مسلې په تړاو له ۱۸۶۶ کسانو پیل شوې څېړنې روانې دي. ده ټینګار وکړ، […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
5 مرغومی 1398
ترکیې ۳۰ زره پولیس د ګولن له حزب سره د اړیکو په تور د پوځ له لیکو ایستلي
د ترکیې ناکامه کوداتا

د ترکیې د پارلمان رییس مصطفی شنتاب اعلان وکړ، چې هېواد یې د فتح الله ګولن له خوځښت سره د مبارزې د کمپاین په ترڅ کې د پوځ له لیکو ۳۰ زره سرتیري ایستلي دي.
د نوموړي په وینا، د همدې مسلې په تړاو له ۱۸۶۶ کسانو پیل شوې څېړنې روانې دي.
ده ټینګار وکړ، چې د ترکي ځواکونه نه یوازې د دغه هېواد امنیت ته پام کوي، بلکې په ۷۶ هېوادونو کې د دوی سرتیري د امنیت په خوندیتوب کې مهم رول لري.
په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترکیې ځینو پوځیانو هڅه وکړه، چې د کودتا له لارې د رجب طیب اردوغان دولت ړنګ کړي او واک په لاس کې ونیسي، خو په خپله هڅه کې ناکام شول.
په هغه کوداتا کې شاوخوا ۲۴۰ کسان ووژل شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA