ads

په ننګرهار کې د مېرمنو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړېږي

په ننګرهار مشتې مېرمنې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو غوښتنه کوي. دوی وایي، ډېر کله مېرمنې د خپلې خوښې وړ توکي په ډاډه زړه له بازار څخه نشي ترلاسه کولای، چې له کبله یې د زیاتو کورنیو له خوا مېرمنو ته د بازار د تګ اجازه هم نه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
4 مرغومی 1398
په ننګرهار کې د مېرمنو لپاره ځانګړی مارکېټ جوړېږي

په ننګرهار مشتې مېرمنې په دغه ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو غوښتنه کوي.
دوی وایي، ډېر کله مېرمنې د خپلې خوښې وړ توکي په ډاډه زړه له بازار څخه نشي ترلاسه کولای، چې له کبله یې د زیاتو کورنیو له خوا مېرمنو ته د بازار د تګ اجازه هم نه ورکول کېږي.
مېرمنې زیاتوي، له یوې خوا د ښځو پر وړاندې د افغاني ټولنې محدودېدونه او له بلې خوا د دوی لپاره د مناسب چاپېریال نشت مېرمنې له ستونزو سره مخ کړې دي.

بل لور ته د ښځو چارو ریاست مسولینې خبر ورکوي، چې په دغه ولایت کې یې د مېرمنو لپاره د ښځو په بڼ کې د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
د ننګرهار د ښځو چارو رییسه فتانه عزیز وایي، د مېرمنو لپاره یې په دغه ولایت کې پر ځانګړي مارکېټ کار روان دی، چې په نېږدې راتلوونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
فتانه عزیز زیاتوي دغه مارکېټ ۲۶ هټۍ لرۍ او په پنځه جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی، چې په پرانیستل کېدو سره به یې د ښځو شته ستونزې حل شي.

په ورته وخت ځینې مېرمنې د دوی لپاره د ځانګړي مارکېټ جوړېدو ته خوښيي ښيې او وایي، که د مېرمنو لپاره خپل مارکېټ جوړ شي، نه یوازې به مېرمنو ته د کار کولو زمینه برابره شي، بلکې مېرمنې به وکولای شي په ډاډه زړه له بازار څخه د خپلې خوښې وړ توکي وپلوري.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال په ننګرهار کې د ښځو لپاره کوم ځانګړی بازار شته، خو مېرمنې هیله مندې دي چې یوه ورځ به یې د ځانګړي مارکېټ د جوړېدو هیله هم پوره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA